د بلوچستان څخه راپورونه وايي چې د بلوچستان سیبې ضلعې کې د جعفر اکسپریس په نوم اورګاډي بمي چاودنه شوي چې له امله يې څلور کسان ژوبل شوي او اورګاډی هم د رېل پټلی اوښتی.
د پآکستان اورګاډو ادارې چارواکو رسنیو ته ویلي چې نن د جعفر اکسپریس یو اورګاډی چې د بلوچستان څخه راولپینډۍ ته په لاره وو ، د بلوچستان سیبې سیمه کې پرې درنه بمي چاودنه شوي چې له امله يې د اورګاډي انجن او دوه نورې ګاډي د رېل له پټلی خطا وتلي، اوښتي. او اوښتي ګاډی کې څلور کسان ژوبل شوي.د بلوچستان بولان ولسوالۍ مرستیال کمیشنر اغا سمیع الله د یادې پېښې په تړاو رسنیو ته ویلي چې ” د پېښې قربانیانو د ژغورنې لپاره سیمې ته د ژغورنې ډلې په لاره دي. چاودنه یوه غرنۍ سیمه کې شوي ، د سړکونو دې لارې ورته رسیدل ستونزمن دي. خو د ژغورنې ټيمونه به ډېر زر هلته ورسي او دې ژغورنې هڅې به پیل کړي. همدا شان د یادې چاودنې سره د بلوچستان اورګاډو اړیکه د پاکستان نورو سیمو سره هم پرې شویده”. د بلوچستان وزیر اعلئ میر عبدالقدوس بزنجو د یادې بمي چاودنې غندنه کړي. دده په خبره چې ؛ په غیر انساني عملونو کې ککړ ترهګر به معاف نشي”. نوموړي اړوندو چارواکو هم غوښتي چې د پیښې ټپیانو ته غوره روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي او همدا شان د ویجاړ شوي اورګاډي رغولو چارې هم ژر پیل او بشپړې کړي. د یادولو ده چې تر اوسه د یادې بمي چاودنې پړه چا پر غاړه نده اخیستي خو یاده سیمه کې وسلوال بلوڅ فعال دي.
سیمه خان : هېواد پریس خبریاله
اسلا اباد پاکستان