د ترکیې دولتي رسنۍ TRT خبر ورکړی چې دې تېرې ورځې دوو پرلپسې زلزلو له امله د مرګ ژوبلې شمیره د 13000 کسانو څخه واوښتله. د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې تازه څرګندونو کې ویلي چې د هیواد په لسو ولایتونو کې د ريښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ په لویوالي سره زلزله له امله 5606 ودانۍ نړیدلي چې له امله يې 1762 کسانو وژل شوي او تر 12008 کسان نور ټپیان دي. د نوموړي ادارې په وینا چې لا هم د ژغورنې عملیات بشپړ شوي ندي. او ویره ده چې د قربانیانو شمېر نور هم زیاته شي.