د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد په مشرۍ پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې دې ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، دواړو لوریو په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس، د هغه د مهالوېش، د یاد کنفرانس ګډونوالو د لیست پر نهایي کولو او وروستیو تیاریو په اړه مفصل بحث او خبرې وکړې.