دې ډيورند فرضي کرښې ته پروت جنوبي وزیرستان ولسونو دې تېرو درو ورځو راهیسې په جنوبي وزیرستان واڼه ښار کې د بدامنۍ په ضد سره راټول شوي او د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې دې پښتنو په سیمو مسلطه کړل شوي بد امني مخه دې ونیسي. پرلت کوونکي شکایت کوي چې دې یوې خوا دې دهشتګردو ښکار دي او دې بلې خوا بیا د دهشتګردی مقابلې په جګړه کې هم دوی ته پاکستاني پوځ پراخه خساره اړولي. د پرلت کوونکو په وینا چې په جبري ډول بې درکه کول ، هدفي وژنې ، پوځي عملیاتو کې د خلکو ځورول او بې ګناه کسانو وژل ، او خلکو څخه په زوره د قلنګ یا پیسو غوښتلو نا تر دوه سپوږمو راغلي. پرلت کوونکي وايي چې که د پاکستان ریاست وغواړي چې په یاده سیمه کې دې امن راشي نو ډېر زر به په دغه سیمه کې امن راشي. پرلت کوونکو دې احتجاج په ډول جنوبي وزیرستان ته تللو او راتللو لارې د هر ډول نقلیه وسایطو پر وړاندې تړلي او همدا شان يې حکومتي دفترونه سره هم پریکون کړیدی. او غوښتنه کوي چې تر څو پورې غوښتنې و نه منل شي تر هغې پورې به دا پرلت دوام ولري. د یادولو ده چې که څه هم ځآيي چارواکو د پرلت کوونکو مشرانو سره لیدلي خو پرلت کوونکو د ځايي حکومتي چارواکو ته ویلي چې دوی سره پخوا هم تیر ایستونکي وعدي شوي نو ځکه خو ستاسو په خبرو هم باور نشو کولای. نو تر څو پورې چې ریاست په عملي ډول په وزیرستان امن قایم نکړي تر هغې پورې به موږ خپل پرلت جاري ساتو.
د یادولو ده چې یاد پرلت سره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین هم ملګری شوی او یاد پرلت ته يې خپله وینا کې د پاکستان پر ریاست غږ کړی چې د پښتنو په سیمه دې نور د پښتنو له ځورولو او وژلو لاس واخلي. او نور دې پښتنو په سر د نړۍ څخه د ډالرو اخیستل بس کړي.