د قلم لارې ټولنې لخوا د افغان نجونو لپاره د تعلیم حق غوښتلو کور په کور کمپاین کې نن د جوزجان ولایت فیض اباد ولسوالۍ ځآيي اوسیدونکو د یوې راټولیدنې په ترڅ کې پر کابل واکمنو غږ وکړ چې دوی ته دې د نجونو تعلیم برخه کې حق ورکړي. د فیض اباد خلکو غږ داسې مهال پورته کیږي چې پر کابل واکمن د تېر یو نیم کال راهیسې پر افغان نجونو د ښوونځیو او پوهنځيو دروازې تړلي دي.