کابل – د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار حنیف اتمر د طالبانو له لوري د خیریه موسسو د بندولو پرېکړې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
حنیف اتمر په خپل تازه بیان کې ویلي چې د رسمي او غیر رسمي سرچینو له لارې ورته معلومات رسېدلي، چې د طالبانو امیر په افغانستان کې د خیریه مؤسیسو د بندولو پرېکړه کړې ده.
اتمر خبرداری ورکړی چې د دې پرېکړې له امله به میلیونونه افغانان چې د دغو موسسو مرستو ته اړتیا لري، له جدي خطر سره مخ شي. هغه وویل:
“د دغو موسسو بندیدو سره به د ګڼو خلکو ژوند ګواښل شي، او نړیوالې هڅې د دې حالت د مهار لپاره خورا مهمې دي.”
اتمر پر نړیوالې ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو، او د ملګرو ملتونو امنیت شورا غږ وکړ چې د دې پرېکړې په وړاندې خپل رول ادا کړي. هغه زیاته کړه چې په دې سخت وخت کې باید اختلافات یوې خوا ته کړل شي او د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره ګډه همکاري وشي.
دا بیان داسې مهال خپرېږي چې افغانستان له سختو اقتصادي او بشري بحرانونو سره مخ دی، او خیریه مؤسیسې د افغانانو د ژغورنې لپاره یو مهم ملاتړ بلل کېږي.