د خیبر پښتونخوا چارسدې اړوند دېري زرداد ولسوالۍ کې د پولیسو پوسته باندې د وسلوالو برید کې دوه پولیس ووژل شول. د چارسدې پولیسو افسر سهیل خالد رسنیو ته ویلي چې ” نن ماښام نامعلومو وسلوالو د چارسدې دېرې زرداد ولسوالۍ پولیسو پوسته باندې برید وکړ. چې یاد برید کې زمونږ درې پولیس افسران ژوبل شول. دوه پولیس افسران بیا روغتون ته په لارو د سختو ټپونه له امله مړه شول. د برید وروسته په سمدستي ډول د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني رسنیو ته په یو لنډ لیږل شوي پیغام کې د یاد برید پړه منلي او زیاته کړیده چې د ټي ټي پي جنګیالو نن ماښام په چارسده کې د پاکستاني پولیسو یوه پوسته باندې برید کې دوه پاکستاني پولیس وژلي. درې ټپيان دي او وسلې هم ددوی کسانو ته په لاس ورغلي.