د خیبر پښتونخوا د مومندو ضلعې امبار کلي کې د پښتون شاعر انور شاه بورا په کور د ډرون برید په پایله کې یو کوچنی ماشوم وژل شوی او د میرمنې په ګډون یې د کورنۍ شپږ نور غړي ټپیان شوي دي.د پېښې په اړه انور شاه بورا یوې قومي جرګې ته وویل: “د ماسخوتن په لمانځه ولاړ وم چې ډرون زموږ د کور په سر راتاویده. زما میرمن او ماشومان کله چې انګړ ته راووتل، ډرون له پاسه بم پرې واچاوه، چې له امله یې زما یو کوچنی زوی ځای پر ځای ووژل شو او د میرمنې په ګډون مې د کورنۍ شپږ نور غړي سخت ټپیان شول.”نوموړي قومي جرګې ته زیاته کړه: “زه یو شاعر یم، له هېچا سره مې دوښمني نشته. دا یو هدفي برید و، قومه، زه په غم کې یم. که نن پر ما برید شوی، سبا ستاسو وار دی. تاسو باید پرېکړه وکړئ چې څه ډول عمل کوئ.”انور شاه بورا په خواله رسنیو کې خپور شوی هغه راپور هم په کلکه رد کړ چې ګواکې دا د ډرون برید نه و، بلکې چا دده کور ته لاسي بمونه ورشړلي. نوموړي وویل: “زه دا تورونه په بشپړ ډول ردوم. د ډرون برید پاتې شوني لا هم زموږ په کور کې شته قومي مشران او علما دې راشي، دا شواهد دې له نیږدې وګوري. روغتون ته دې لاړ شي او زموږ د ټپیانو څخه ایستل شوي د بمي ټوټو ثبوتونه دې معاینه کړي ټول شواهد د ډرون برید ګواهي ورکوي.”د یادولو ده چې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا وخت په وخت د بې ګناه وګړو پر کورونو ډرون بریدونه ترسره کیږي، چې دا ډول بریدونه د ځایي خلکو لپاره پراخې اندېښنې او غمجنې پېښې رامنځته کوي