د خیبر پښتونخوا پولیسو مرستیال محمد عمران رسنیو سره د خبرو په مهال وویل چې “نن ماسختن مهال د خیبر پښتونخوا اړوند جمرود تحصیل کې د تخته بیګ پولیسو پوسته باندې وسلوالو له څو خواوو برید وکړ. چې برید کوونکو منځ کې یو ځانمرګی هم وو. چې امنیتي ځواکونو د برید د مخه په نښه او له منځه یوړ. خو وسلواله نښته کې زمونږ دوه پولیس او یو اشپز شهیدان شول او درې نور پولیس ټپيان شول. اوس زموږ ځواکونو هغه تښتیدلو وسلوالو پسې د لټون عملیات پیل کړیدي”. دخیبر پښتونخوا صوبې چارسمبالي وزیراعلا محمود خان د وسلوالو لخوا د یاد برید غندنه کړې ده اؤ د صوبې دپولیسو مشر نه یې د برید په اړه رپورټ غوښتی دی.
د یادولو ده چې د برید پړه په سمدستي ډول تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستي او رسنیو ته يې په استول شوي یوه لنډه پیغام کې ویلي چې دې ټي ټي پي یو غړي د جمرود په پولیسو ځانمرګي برید کې ګڼ شمېر کې پولیسو ته مرګ ژوبله اړولي.