هغه زیاته کړه:
“حقیقت دا دی چې د اذربایجان الوتکه د ګروزني ته نږدې د روسیې په قلمرو کې له بهر څخه زیانمنه شوې او په عملي توګه یې کنټرول له لاسه ورکړی
زموږ الوتکه د برېښنايي جګړې وسایلو له خوا بې ثباته شوې وه. دا لومړی زیان و چې الوتکې ته ورسېد
علیاف زیاته کړه چې د روسیې رسمي ادارو داسې نظریې وړاندې کړې چې پېښه یې د ګاز سلنډر د چاودنې له امله بللې، چې دا د مسئلې د پټولو لپاره د دوی هڅې څرګندوي. دا موضوع د دوی د صداقت په اړه شکونه راپورته کوي
“دا اړینه وه چې دوی خپله تېروتنه ومني او له اذربایجان څخه بخښنه وغواړي. په هر حال، په لومړیو درې ورځو کې، روسیې مناسبه ځواب نه دی ورکړی او یوازې بې بنسټه نظریې یې وړاندې کړي”