هېواد پریس ته له پېښوره یوې خبري سرچینې ویلي چې د اسامه بن لادن مرګ قضیه کې بندي ډاکتر شکیل افریدي، وکیل لطیف افریدی نن د پېښور سترې محکمې دننه د یو وسلوال تن لخوا قتل کړل شولو. سرچینې هېواد پریس ته وویل چې د وکیل لطیف افریدي وژنې کیسه هغومره ساده نده لکه څنګې چې په رسنیو خپریږي. د سرچینې په وینا ، کله چې د پاکستان امنیتي دارو د اسامه بن لادن مرګ قضیه کې ډاکتر شکیل افریدی ونیولو. نو وکالت یې هغه وخت دوو وکیلانو ، لطیف افریدي او سمیع افریدي واخیستلو. خو د یو څه وخت وروسته وکیل سمیع افریدي ته د مرګ دړکې ورکول شوې او بیا د نامعلومو وسلوالو برید کې ووژل شولو. چې هغه وخت د سمیع افریدي کورنۍ د ځینو ناکره معلوماتو په اساس یې پړه د لطیف افریدي په کورنۍ واچوله. که څه هم په خپله لطیف افریدي د سمیع افریدي وژنه وغندله، او دای یې د نورو کار وباله. خو د سمیع افریدي کورنۍ حکومت ته عریضه کې د ملزمانو په توګه د وکیل لطیف افریدي نوم هم ورکړی وو. چې هغه قضیه تر نن پورې هم محکمه کې روانه وه. خو نن چې کوم تن د ډاکتر شکیل افریدي وکیل لطیف افریدی ووژلو هغه د وژل شوي وکیل سمیع افریدي زوی عدنان افریدي دی. چې پدې ډول سره د اسامه بن لادن قضیه کې د بندي ډاکتر شکیل افریدي دواړه وکیلان ووژل شول. وکیل لطیف افریدی د پاکستان سترې محکمې وکېلانو ټولنې مشر هم پاتې شوی وو. همدا شان نوموړی دې پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ له وجې د اې این پي ګوند له خپل ګوند وشړلو. او دې اخیرو کې نوموړي د پاکستان اسمبلۍ غړي محس دواړ سره یو ځای د ملي دیموکراتیک تحریک بنسټ کېښود. چې نن په ډېر مظلومانه ډول په شهادت ورسول شوو.