استرالیایي چارواکو د هغو دوو نقاب لرونکو کسانو د لټون لپاره پلټنې پیل کړې دي، چې ګمان کېږي نن یې په میلبرن کې د “اداس اسرایل” کنیسه ته قصداً اور اچولې ده.
په دې اور اچونې کې ودانۍ له منځه تللي، او یو کس پکې ټپي شوی دی.
لومړي وزیر انتوني البانیز دغه برید په سختو ټکو غندلی او ویلي دي چې په استرالیا کې د یهود ضد کړنو لپاره هېڅ ځای نشته. نوموړي زیاته کړه چې د ټولو مذهبي ډلو امنیت ساتل د حکومت لومړیتوب دی.
د یادولو ده چې چارواکو د پېښې د یادو کسانو موندلو لپاره د خلکو هم د مرستې غوښتنه کړیده.
.