د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن له دندې ګوښه او پر ځای یې دده مرستیال توماس ویسټ ټاکل شوی. د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینګن هم خپل تازه تویټ کې د زلمي خلیلزاد ګوښه کیدلو په تړاو لنډ لیکلي چې ،” د سفیر زلمي خلیلزاد څخه مننه کوم چې امریکا ته یې د لسیزې اوږده نه ستړي کیدونکی خدمت تر سره کړی. او خوشاله یم چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په رول کې توماس ویسټ ته هرکلۍ وایم”.
د یادولو ده چې د افغان سولې پروسې ناکامیدو وروسته د خلیلزاد رول په هکله امریکايي سیاسونو نیوکې درلودلې. او وخت په وخت یې دده ګوښه کیدلو خبرې ښکته پورته کولې چې نن رسما له دندې ګوښه شولو.