د افغان مېرمنو د تعلیم په اړه د طالبانو امیر ملا هیبت الله د وروستي فرمان په تړاو د پراخو عامه بحثونو په ترڅ کې، ګڼ شمېر طالب مبالغین د خپل امیر له دفاع کولو عاجزه ښکاري. ځینې یې چوپه خوله پاتې شوي، خو یو شمېر نورو بیا ښکاره مخالفت ته مخه کړې ده.
په دې لړ کې، د طالبانو مشهور مبلغ جنرال مبین په ټوکه او کنایه ویلي: “د الله شکر باسم چې امتحان کې کامیاب شوم. نه ګنډل شته، نه غندل.” په بل پیغام کې یې د طالبانو پلویان ننګولي دي چې ولې د خپل امیر فرمان ته په چوپتیا ځواب ورکوي. هغه لیکلي: “د ټویټر محترمو مبارزینو، نصوار مو پرې اچولی، ګنډل شروع کړئ مړه! سخته خاشه مو پرې اچولی.” جنرال مبین د مېرمنو تعلیم ملاتړ لپاره د افغان کرکټ لوبغاړو له بیانونو هم دفاع کړې او په تازه بیان کې یې ویلي: “د دین ټیکه داران سخت غوسه دي چې راشد خان ولې د قرآن آیت نشر کړی؟ دا خو یې لوی جرم کړی! تاسو خلک دین ته رابولئ که له دین څخه یې شړی؟ خبر دار، د الله دین د چا جاګیر نه دی!”
له بلې خوا، بل طالب مبلغ ملا حماسي په خپل تازه بیان کې ویلي چې د خواله رسنیو بحثونه څاري او دا یې لیدلي چې د طالبانو د سختو بیانیو او د خلکو سپکاوي پر ملت منفي اغېز کړی دی. هغه زیاتوي چې دا ډول چلند خلک له دین او نظام څخه زړه توري کړي دي. ملا حماسي د عصري علومو اړوند د طالبانو محدود نظر ته په کتو ویلي دي چې د اوسني عصر اړتیاو ته په کتو، عصري علومو زده کړه فرض ده.
همدارنګه، پروفیسور فیض محمد، چې د کابل پوهنتون استاد هم دی، د طالبانو د وروستي فرمان په اړه په خپل بیان کې یو شعر خپور کړی چې پکې یې د فرمان پایلې د خپل ولس د پرمختګ مخنیوي سره تشبیه کړې دي:
“تبر مې اخیستی خپله پښه وهم
تا ته اړتیا نشته، زه یې ښه وهم
ور مې کړه کلونه د وجود وینه
اوس چې پر ثمر شوه، ها ریښه وهم!”
بل طالب مبلغ، سکندر، بیا د نارینه ډاکټرانو اړوند د پردې او محرمیت په اړه د یوه ډاکټر د ناسم چلند مثال ورکړی. هغه ویلي: “هغه کسان چې نارینه ډاکټر محرم بولي او د ښځو پرده ترې نه بولي، نو انترنیټ کې د ډاکټر شانده راز ویډیوګانې وګوري چې په مرانشاه کې یې څه کول.”
د یادولو ده، طالبانو امیر د دې وروستي فرمان په تړاو د عامه غبرګونونو ترڅنګ، د طالبانو په لیکو کې دننه د اختلاف څرګندونې د دوی د مشرتابه لپاره یوه جدي ننګونه ګڼل کېږي. دا بېلابېل نظرونه او بحثونه ښيي چې په دې مسئله کې پراخ اختلاف نظر موجود دی، چې همدې امله د طالبانو دریځ د نړیوالو او کورنیو فشارونو سره مخ دی.