سناتور ګراهم وروسته له هغه د رسنیو مخکې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو پلان باندې سخته ناخوښي ښکاره کړله او دغه پلان يې د امریکا امنیت لپاره د ګواښ ډک وباله. چې کله دې تیرې چارشنبې په ورځ د امریکا جمهور ریس جو بایډن په رسمي ډول د افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو پلان اعلان کړ
د سناتور ګراهم په وینا ، امریکا افغانستان کې درې اختیاره لري. لږ خطر ، منځنۍ کچې خطر ، او ډېر خطر ، له بده مرغه جمهور ریس بایډن پلان سره به مونږ دې ډير خطر سره مخ شو. سناتور ګراهم د افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو په تړاو عراق ته اشاره وکړله او د هغه وخت تیروتنې پړه يې هم په بایډن ور واچوله. ګراهم زیاته کړله چې د اوباما په وخت کې عراق څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو پلوي هم بایډن وه. چې هغه وخت د اوباما مرستیال وه. د عراق څخه ټولو امریکايي پوځیانو وتلو پایله کې عراق کې داعش حضور وکړ ، او امریکا يې اړ ایستله چې بیرته عراق ته خپل یو شمیر ځواکونه واستوي
ګراهم همدا شان د پولیټيکو خبري مجلې په حواله وویل چې نهه (۹) نظامي چارواکو چې ځينو يې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې ، مشوره دا وه چې په افغانستان کې باید محدود شمیر امریکايي ځواکونو حضور ولري چې افغانستان او سیمه کې به د تروریزم ضد هڅو کې موثر واقع شي او افغانستان به د تاوتریخوالي پخوانیو کچو رسیدو مخه ونیسي. خو بایډن او دده ملي امنیت ټيم د نظامیانو مشورو برخلاف مخکې ولاړل او افغانستان څخه يې د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو پلان ترتیب کړ