د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ له نوي لوړپوړي استازي کایا کالاس سره نن یوه لیدنه کې د اوکراین هوایي دفاعي چارو باره کې خبرې کړې دي.زلینسکي په خپل ټلګرام کانال کې خپور شوي پیغام کې ویلي چې د خبرو اترو پر مهال یې په اوکراین کې د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره د هوايي دفاعي سیسټمونو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړی دی.هغه زیاته کړې چې دواړه لوري د اړتیا وړ ګډو پایلو د ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې همغږي کوي.