د بښنې نړیوال سازمان خپل تازه بیان کې د پاکستان لاهورکې دې تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د پاکستان تحریک انصاف عمران خان ګوند پلویانو او پولیسو تر منځ د عمران خان نیولو په سر اخ و ډب په اړه اندیښنه ښودلي. یاد سازمان د همدې امله د پاکستان پر امنیتي چارواکو غږ کړی چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د اعتراض کوونکو سره چلند وکړي. د بښنې نړیوال سازمان لږ د مخه پر خپلې ټويټر پاڼې د پاکستان لاهور کې د وضیعت په اړه لیکلي چې “موږ له چارواکو غواړو چې له زغم څخه کار واخلي او دا یقیني کړي چې د بشري حقونو نړیوالو معیارونو سره برابر عمل کوي.” د یادولو ده چې دې تېرو دوه ورځو راهیسې د پاکستان پولیس هڅه کوي چې د پاکستان محکمې په امر د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ګرفتار کړي. خو د عمران خان پلویان د ده کورمخې ته راټول دي او پولیسو ته اجازه نه ورکوي چې عمران خان ګرفتاره کړي. چې پدې ترڅ کې تر ۵۰ پورې د عمران خان پلویان دې پاکستان پولیسو لخوا تاوتریخوالي کې ټپيان شویدي. بلخوا ته خپله عمران خان نړیوالو رسنیو ته ویلي چې د پاکستان واکمن حکومت هڅه کوي چې دای جیل ته واچوي او پدې ډول سره ټاکنو کې دده برخې اخیستو مخه ونیسي. د یادولو ده چې پر عمران خان د واکمن حکومت لخوا تور دی، چې ده د توشخانې په قضیه کې فساد کړی. یاده قضیه کې راغلي چې عمران خان د خپلې واکمنۍ پر مهال دې نړۍ هېوادونو څخه د لومړي وزیر په صفت ترلاسه کړیو ډالیو کې اوه لاسي ساعتونه چې دې هر یوه قیمت ۳۰۰ امریکايي ډالر ارزښت لري، غبن کړی.