د جرمونو نړیوالې محکمې ICC) لوی څارنوال، کریم خان، د افغانستان له یو شمېر ښځینه فعالانو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې ډېر ژر به د افغانستان په اړه مهم خبرونه واوري.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ (دسمبر ۵مه) د یو شمېر افغات مېرمنو سره لیدنې پر مهال وویل چې “ډېر ژر به د خپل هېواد په اړه خبرونه واورئ.” خو د دې څرګندونو په اړه یې نور وضاحت ورنه کړ.
د دې ترڅنګ، د بشري حقونو د څار نړیوالو ادارو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې کریم خان د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو د هغو کسانو د نیولو د امرونو د خپرېدو باندې کار روان کړی ، چې افغانستان کې د زده کړو او بشري حقونو په برخه کې د روانو سرغړونو لامل شوي دي.
په ځانګړې توګه، وروسته له هغه چې په افغانستان کې د قابلهګۍ او نرسنګ په برخو کې د نجونو زده کړې منع شوې، د بشري حقونو سازمان دغه بندیزونه وغندل او د جرمونو نړیوالې محکمې د څېړنو اقدام یې د طالبانو حکومت د محاسبې لپاره “لومړنی ګام” وباله.
د یادولو ده چې دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلژ چې د طالبانو د پالیسۍ پر وړاندې نړیوال فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي.