د خیبر پښتونخوا پولیسو په یوه محرم لیک چې د خیبر پښتونخوا مرستیال انسپیکټر جنرال ته يې استولی ، ګواښ کړی چې که د پېښور پولیسو لاین مرکزي جومات پېښه کې د ککړو کسانو څرک ونه لګیږي نو دوی به په ډله اییز ډول له خپلو دندو لاس په سر شي. یاد لیک کې غوښتنه شوي چې د پېښور حادثې په تړاو دې ځانګړي څېړنو امر وشي او یاده حادثه کې ککړ کسان دې عدالت ته راکش کړل شي. که چېرې داسې ونشي نو دوی به په ډلییز ډول له خپلو دندو لاس په سر شي.