د طالبانو ارګ څخه خپرې شوي خبرپاڼه کې راغلي چې نن
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو او مل پلاوي سره ولیدل.
خبر پاڼه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او سیاسي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي. همدا شان روسیې پلاوي ویلي چې افغانستان به په شانګهای سازمان کې خپله د ناظر څوکۍ هم بېرته ترلاسه کړي. ورته مهال دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر هم روسي پلاوي ته ویلي چې اسلامي امارت د سیمې امنیت او ثبات ته ژمن دی او هیڅ هېواد ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
په ناسته کې دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ګمرکي تعرفو کمولو، او د ګډو پروژو د پیل په اړه تخنیکي کمېټو جوړولو وړاندیزونه هم وکړل.