له یمن څخه تازه تایید شوې راپورونه ښیي چې درې ورځې وړاندې، د اسراییلي هوایي برید په جریان کې په صنعا نړیوال هوايي ډګر کې، د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس د پېښې ځای ته نږدې و. راپورونه تاییدوي چې هغه بې زیانه پاتې شوی او ژر تر ژره یې سیمه پرېښې ده
له پېښې وروسته خپور شوی ویډیو ښیي چې تدروس په بیړه ځای پرېږدي او یوې نامعلومې خواته ځي
سرچینې وايي چې دې برید چې د حوثیانو مرکزونه یې په نښه کړل، لږ تر لږه شپږ کسان وژلي او څو نور یې ټپیان کړي دي