د طالبان بهرنیو چارو وزارت سرپرست سیاسي مرستیال مولوي شیر محمد عباس ستانکزي په خپلو تازه څرګندونو کې خپل هملاري د طالبانو مشرتابه غیر شرعي اوامرو څخه سرغړونو ته رابللي. نوموړي خپلو تازه څرګندونو کې ویلي که چېرې د مشرتابه اوامر دې شرعي اصولو سره سم نه وي نو باید سرغړونه ترې وشي. که څه هم ستانکزي په مستقیم ډول نه د طالبانو مشرتابه ملا هیبت الله نوم واخیست او نه يې د هغه غیر شرعي اوامر په ګوته کړل ، خو څېړونکي وايي چې ظاهرا يې اشاره د افغان مېرمنو په وړاندې د تحصیل او کار په اړه د ملا هیبت الله وروستیو فرمانونو ته وه.