د طالبانو امیر المؤمینین ملا هبة الله اخندزاده ته یو مسنوب پيغام چې په خبري رسنیو نن خپور شوی. د طالبانو پر حکومتوالۍ تندې نیوکي شوي. نوموړي ته منسوب پیغام کې ویل شوي” دا حکومت ندی. دا امنیت ندی. دا دې مسلمانانو په ګټه حکومت ندی. دا دې یو شخصي خلکو په ګټه حکومت دی. مامعله روانه ده. یو څو ورځې به دا ریاست وچلوي. هر څه به چور کړي. او بیا به پر خپله مخه ځي.”د یادولو ده چې پدې وروستیو کې د طالبانو امیرالمؤمینین او طالبانو نورو لوړو پوړو حکومتي چاراکو تر منځ پر یو بل د نیوکو لاړۍ روانه ده. که څه هم طالبان په رسمي ډول د خپل منځي اختلافاتو خبره نه مني. خو یو شمېر سرچینې د طالبانو خپل منځي اختلافونو باره کې د کره سرچینو په حواله خبرونه ورکړي دي.
د طالبانو امیر المؤمینین ملا هبة الله اخندزاده غږیز پیغام اوریدو لپاره پدې لاندې ټویټر لینک کیلک وکړی.