یوې معتبرې سرچینې بي بي سي فارسي ته ویلي چې تېره شپه د بلخاب قم کوتل سره څېرمه د طالبانو یو ځانمرګي بریدګر د طالبانوڅخه ناراضه هزاره توکمه شعیه قوماندان مولوي مهدي پر ځواکونو برید کړی چې له امله یې د مولوي مهدي ځواکونو څلور تنه وژل شوياو ۹ تنه نور ټپیان دي. د سرچینې په وینا چې ځانمرګي بریدګر وروسته له هغه خپل چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړله چې د مولویمهدي ځواکونو هغه محاصره او د ژوندي نیولو هڅه یې کوله. تر اوسه د طالبانو رسمي سرچینو د یاد خبر په تړاو رسمي غبرګونو ندیښودلی.