د پاکستان برېښنايي رسینو تنظیم ادارې یا پامیرا نن وروسته له هغه د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بیانونو باندې بندیز ولګولو چې نوموړي نن په لاهور کې خپلو پلویانو ته د وینا په ترڅ کې د پاکستان پر واکمنو ګوندونو ، پوځ او ادارو باندې سخته تنقیدي وینا وکړله. د پاکستان برېښنايي رسنیو تنظیم ادارې ټولو سټلایټ تلویزوني ادارو ته سپارښتنه کړي چې د عمران خان هیڅ ډول بیان نشر نکړي. بلخوا ته عمران خان نن د لاهور زمان خان پارک ته څېرمه خپل استوګنځای کې خپلو پلویانو ته وینا کې وویل چې ” زه به د پاکستان قاضی القضات ته لیک کې ولیکم چې زما پر وړاندې ۷۴ جعلي قضیې ثبت شویدي.” همدا شان عمران خان خپله وینا کې د پاکستان اوسني لومړي وزیر شهباز شریف او کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ته هم ګوته ونیوله او زیاته يې کړله چې دا دواړه قاتلان دي. شهباز شریف په ماډرن ټاون کې د پولیسو مقابله کې ۱۴ کسان وژلي. دوی خلک وژلي دي. دوی زما د وژل منسوبه هم جوړه کړي. نو دوی به زما ساتنه څنګه وکړي.” عمران خان په خپله ننۍ وینا کې د پاکستان څارګرې ادارې (ISI) لوړ پوړي افسر هیري هم په بد نوم یاد کړ او هغه یې یو رواني ناروغ وبللو. خان وویل ” منحوس هیري یو رواني ناروغ دی. هغه د خپلو مخالیفینو سره ډېر ذلیل برخورد کوي. هیري د پاکستان سناتور عظم سواتی هم لوڅ لغړ کړی وو او بیا يې ویډيو ترې کړي وه. او خپله يې اوریدله. هیري د خواله رسنیو فعالین هم بې ننګه کړي . حتا د خواله رسنیو فعالین يې هم ندي پریښودلي. هغوی يې له نیولو وروسته سرچپه ځوړند ، لوڅ لغړ کړي. او وحشیانه برخورد يې ورسره کړی. شهباز ګیل سره يې هم ډېر وحشیانه برخورد کړی. داسې عمل څوک کوي. ” د یادولو ده چې نن د پاکستان پولیسو یو ځل هڅه وکړله چې عمران خان ونیسي. خو کور ته چې ورغلل پولیسو ته وویل شول چې عمران خان پر کور نشته. خو د پولیسو له تګ وروسته عمران خان د خپل کور مخ ته راووت او پر خپلو مخالیفینو یې سخت تنقیدي بیانونه وکړل.
د عمران خان وینا د اوریدلو لپاره د هېواد پریس فیسبوک پاڼې لاندې لینک باندې کلیک وکړی.؟