د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو تازه مطبوعاتي بیان کې ویلي چې “ د امنیت شورا غړي دطالبانو لخوا پوهنتونونو ته د ښځو او نجونو دلاسرسي د ځنډولو د رپوټونو په اړه سخت اندیښمن دي او یوځل بیا یې له شپږم ټولګي د پورته ښوونځیو د بندیدو او په افغانستان کې په بشپړ، برابر او مانا لرونکي ډول د ښځو او نجونو دګډون په اړه خپله ژوره اندیښنه په ډاګه کړه. دوی پرطالبانو غږ وکړ چې ښوونځي بیرته پرانیزي او ژر ترژره هغه پالیسۍ او کړنې بدلې کړي، چې د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د درناوي د لازیات تخریب سبب ګرځي”.
د امنيت شورا بیان ته تر اوس پر کابل واکمنو ااا حکومت کوم غبرګون ندی ښوودلی.