د استرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویس، هالنډ، انګلستان او متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي اتحادیې د لوړ پوړو استازو د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې نن پر کابل واکمنو طالبانو سرپرست حکومت غوښتي چې د افغان مېرمنو په تړاو خپل وروستي فرمانونو بېرته واخلي. همدا شان یادې اعلامیې کې د افغان مېرمنو په وړاندې د طالبانو حکومت وروستي فرمانونه خطرناک او دې اندیښنې وړ بللي. اعلامیه کې راغلي چې “غیر دولتي مؤسسو کې د افغان میرمنو کار مخینوی به د هغو میلیونونو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړي. چې پر یادو بشري مرستو ژوندي پاییږي. نو پدې اساس د طالبانو سرپرست حکومت غوښتنه کیږي چې د افغان مېرمنو په وړاندې خپلې وروستی پریکړې زر بېرته واخلي”. همدا شان یاده اعلامیه کې د افغان ولس هغه غږ ملاتړ هم ښکاره شوی چې د افغان میرمنو او نجونو د تعلیم ، تحصیل او کار حق ورکولو غوښتنه شوي.