د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن چارشنبه د پخواني امریکايي دیپلومات زلمي خلیلزاد هغه بیان په اړه غبرګون ښودلی چې نوموړي تېره ورځ د پاکستان حالاتو په اړه ورکړی وو. زلمي خلیلزاد خپل بیان کې تېره ورځ د پاکستاني پولیسو لخوا د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان نیولو په تړاو بیان کې ویلي وو چې پاکستان د ګڼو بحرانونو سره مخ دی او دا مهال کور دننه دې نورو بحرانونو پیدا کول سم کار ندی. نوموړي خپل بیان کې ویلي وو چې “پاکستان دا مهال دې سیاسي ، اقتصادي او امنیتي درې اړخیز بحران سره مخ دی.او د خپل سیال ملک هند څخه خورا په شا پاتې دی. نو ددې لپاره زه ورته غوره مشورې لرم.” خو د خلیلزاد بیان په غبرګون کې نن د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتازه زهره بلوچ ویلي چې “پاکستان د هیچا ناغوښتل شویو مشورو او لیکچرونو ته اړتیا نلري.ځکه چې پاکستان پوهیږي دې سختو حالاتو څخه څنګه ځان وباسي.” زلمي خلیزاد د خپلو مفتو مشورو په لړ کې پاکستان حکومت ته سپارښتنه کړي وه چې د سیاسي مشرانو نیول ، وژل او اعدام سمه لار نده. او د عمران خان نیونه به دا کړکیچ نور هم زیات کړي. او د دې پر ځای د ټاکنو نیټه اعلان کړي . او بلخوا ته دې د پاکستان ټول ګوندونو سره کیني او دې ملک په موجوده بحراني صورت حال دې خبرې وکړي او دا دې معلومه کړي چې دا ملک ولې داسې یو حال ته ورسیدلو. د یادولو ده چې د امریکا دغه پخواني دیپلومات د مفتو مشورو بیان داسې مهال مخې ته راځي چې امریکا ته ۲۰۲۱کال کې دې ده مشورو له امله د افغانستان جمهوري نظام ړنګ او افغانستان د طالبانو لاسونو ته ولوید. او همدا شان افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولنې ټولې شل کلنې لاسته راوړنې يې صفر ته ورسولې.