د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په يوې تازه وينا کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) جګړه مارانو ملاتړ او د خوندي پناه ځایونو برابرول به جدي پایلې ولري هغه وويل: “د TTP جګړه مارانو ته پناه ورکول په داسې حال کې چې د ښه ګاونډيتوب اړيکې تمه لرئ، د منلو وړ نه دي TTP زموږ لپاره سره کرښه ده”
لومړي وزير ټينګار وکړ چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او هلته خوندي پناه ځایونه لري هغه وويل: “دا اوس د طالبانو د حکومت مسئوليت دی چې د دې ډلې پر ضد پریکنده ګامونه پورته کړي که اوسنی وضعیت دوام وکړي پاکستان به يې ونه زغمي او د ځان د دفاع لپاره به ټول اړین اقدامات وکړي”
ياده دې وي چې د شهباز شريف دغه وینا د چهارشنبې په شپه د پاکستان د هوايي بریدونو وروسته شوې ده چې د افغانستان په جنوب ختيځ پکتیکا ولایت، برمل ولسوالۍ کې ترسره شول راپورونه ښيي چې په دې بمبارد کې لږ تر لږه ۷۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، په داسې حال کې چې لسګونه نور ټپيان شوي دي