د پاکستان کراچۍ څخه خبرونه وایي چې نن د کراچۍ سند صعنتي او تجارتي سیمې ته څېرمه د یوې کمپنۍ لخوا خپلو کار کوونکو کورنیو ته د زکات په نوم د مرستو ویش بهیر کې د سختې ګڼې ګوڼي او ټېل ماټېل امله ۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د کراچۍ جنوبي پوليسو مرستیال انسپکټر جنرل عرفان علي بلوچ رسنیو ته دې پېښې تصدیق کړی او زیاته کړیده چې د یادو مرستو لپاره د ۵۰۰ شاوخوا کسان راټول شوي وو. چې د نظم او کافي د مرستو ویش ځای نشتون له امله ګڼه ګوڼه زیاته شوي او یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړي. نوموړي د قربانیانو په تړاو رسنیو ته وویل چې وژل شویو کې درې ماشومان او ۹ میرمنې دي چې د مرستو لپاره دغه ځای ته ورغلي وو. پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړیدي. او ورته مهال یې د کمپنی څو کارکوونکي هم د پلټنو لپاره نیولي. د یادولو ده چې پاکستان کې د امنیتي او سیاسي اړي ګړي تر څنګ مالي بحران هم ژور شوی چې خوراک اولیه توکو قیمتونو بې سارو لوړیدو امله عام ولس د حکومت او نورو مرستیدویه ادارو مرستو ته لاسونه غزوي.
Video Player
00:00
00:00