د پښتون ژغورنې غورځنګ نن مارچ نولسمه د خیبر پښتونخوا لورلائي کې د یاد غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر د جیل څخه د خلاصون په ویاړ یوه لویه جلسه ترسره کړله چې د یاد غورځنګ مشرانو په ګډون زرګونه پلویانو هم ګډون کړی وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټ ګر منظور احمد پشتین چې یاده جلسه کې ګډون کړی وو، په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو پر وجود د جعلي ترهګرۍ تپل شوي منصوبې په اړه وویل چې اوس د پښتون قام وخت دی چې سره یو موټی شي او په یوه ننګ پدې خاوره د جعلي ترهګرۍ او پردیو ګټو جنګ مخنیوی وکړی. نوموړي زیاته کړله چې “زموږ دوښمن دومره قوي ندی. خو بدقسمتی له وجهې موږ په اتفاق نه یو. نو که پښتانه سره راټول شي. نو دوښمن ته به ډېر زر ماتې ورکړو. راخۍ چې د احمد شاه تاریخ راژوندی کړو. دوښمن سره به طیاره وي. ټانګ به وي. خو موږ سره پیاوړي پښتانه دي. دوی چیک پوستونه د پښتنو ساتنې لپاره ندي جوړ کړي. دوی چیک پوستونه د پښتون قا م ذخایرو لوټلو لپاره جوړ کړیدي.” بلخوا ته د یاد غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر هم خپله وینا کې د پښتنو په وړاندې د پاکستان استعماري ریاست جابرانه او ظالمانه سیاست باره کې وویل چې زموږ دوښمن به د خپلو ظلمونو سزا ضرور ویني. زموږ به سوک او ددوی خوله وي. موږ نوره خپلو ارمانونو رسیدلو ته نیږدې شوي یو. نوموړي زیاته کړله چې “اخیر جنګ مو د پنجابي استعمار سره دی. او خپل هدف ته رسیدلو کې نېږدې شوي یو.”د یادولو ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ یو ولسي او پر امنه د پښتنو بشري حقونو مدافه تحریک دی چې په خیبر، او بهر کې پښتانه ولسونه یې ملاتړي دي. او ۲۰۱۸ کال راهیسې یې په خیبر پښتونخوا کې د ریاستي ترهګرۍ او بدامنۍ په ضد غږ پورته او هڅې پیل کړیدي. خو د پاکستان حکومت یې وار په وار خنډونه مخې ته اچوي.چې تازه مثال کې یې د یاد غورځنګ مخکښ علي وزیر څه باندې دوه کاله د پاکستان پوځ په مستقیمه غوښتنه جېل ته اچولی وو. چې تېره میاشت د یاد غورځنګ په قانوني هڅو راخوشی شولو.