د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د پنج شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا اړوند باب خیبر یا دې خیبر درواز په نوم سیمه کې د شهید نقیب الله مسید په وژنه کې ککړ روا انور په ګټه د پاکستان عدالت غیر عادلانه فیصلې په ضد لاریون ترسره کړ. لاریونوالو د پاکستان عدالتي ادارو لخوا یاده پریکړه غیر عادلانه وبلله او د پاکستان عدالتي ادارو څخه يې پر یاده پریکړه له سره د کتنې غوښتنه کوله. د یادولو ده چې د روا انور په نوم د پاکستان پولیسو یو افسر چې د بشري حقونو په جدي سرغړونو تورن دی. دوه ورځې د مخه کراچۍ کې د پاکستان تروریزم ضد محکمې لخوا د شهید نقیب مسید قضیه کې (دده لخوا د پولیسو په یوه جعلي مقابله کې شهید کړل شوی وو) تر څېړنې لاندې وو، سپین وبلل شوو.