یوې سرچینې له پکتیا څخه هېواد پریس ته ویلي چې تېره شپه نامعلومو وسلوالو کسانو د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ باندې برید ترسرهکړی. چې له امله یې د پکتیا امنیه قوماندانۍ طالبانو څلور امنیتي کسان وژل شویدي.او وسلوال له برید وروسته د سیمې وتلي. د پېښېپه تړاو تر اوسه طالبانو کوم رسمي غبرګون ندی ښودلی. او نه تر دې دمه د یادې پېښې پړه چا پر غاړه اخیستي. د یادولو ده چې دپخواني افغان حکومت پرځیدلو وروسته پکتیا کې دا ډول برید لومړنۍ دی. چې نامعلوم وسلوال کسان یې د طالبانو حکومت پر ضد ترسرهکوي.