د افغانستان پلازمینې کابل څخه راپورونه وایي چې نن شنبې ماښام د کابل ښار ۱۲ دولسمې امنیتي حوزې اړوند بتخاک څلور لاري کېپر یو تونیس ډوله موټر چاودنه شوي چې څلور تنه پکې وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د کابل طالبانو پولیسو ویاند خالد ځدراڼ همرسنیو ته د یادې چاودنې پخلی کړی. خو یوه ویډیو کې چې د چاودنې له ځایه اخیستل شوي ، ویډیو جوړونکی وايي چې چاودنه دځانمرګي برید له امله رامنځته شوي. او یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړي.