یو شمېر کورنیو او بهرنیو سرچینو خبر ورکړی چې د افغانستان د کابل او کندهار طالبانو ترمنځ اختلافات رامنځته شوي دي. راپورونه وايي چې د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني له کابله د کندهار ملا هبت الله اخوندزاده ته یو لیک استولی دی. په دغه لیک کې ویل شوي، که کندهار د کابل چارواکو سره د روانو موضوعاتو په اړه همغږي و نه کړي، نو نوموړی به له خپلې دندې استعفا وکړي او په کور به کیني. حقاني خپل لیک کې زیاته کړي « دا نظام مونږ په سترو قربانیو رامنځته کړی، اوس ستاسو اصلاحات غواړم که یې نه منئ راسره، بیا زه مجبور یم ځان کناره کړم، چی ولس ته ملامت نه شم. زما غوښتنې دادي، چې د ملت او وزیرانو شورا غوښتنو او پریکړو ته اهمیت ورکړئ او فیصلو ته یې درناوی وکړئ، یا دې رهبري شورا بېرته فعاله کړه».
د راپور له مخې، ملا هیبت الله یاد لیک ته مثبت ځواب نه دی ورکړی. سرچینې زیاتوي چې د یاد لیک منفي ځواب وروسته سراج الدین حقاني خپلو جنګي قوماندانانو سره په سلاه او مشورو بوخت دی چې وړاندې بل قدم څه ډول واخلي. د یادولو ده که څه هم هېواد پرېس په خپلواکه توګه د دې لیک تصدیق نه شي کولای، خو په دې وروستیو کې له کندهار څخه یو فرمان صادر شوی چې د کابل د کورنیو او دفاع وزارتونو صلاحیتونه یې محدود کړي دي. چې دا چاره د کابل او کندهار طالبانو ترمنځ د اختلافاتو د لا ژورېدو څرګندونه کوي.