د سویس څخه خبرونه وايي چې دې ۲ امریکایي بانکونو (سلیکان والې او سیګنیچر) دیوالیه کیدو وروسته د سویس کریدیت لوی بانک هم دیوالیه کیدو خواته په چټکی روان دی. او دا مهال سویس کې یو بي ایس بانک د نوموړي بانک د یوې برخې یا ټولې پېردولو هڅه کې دي. راپورونه وایي چې که څه هم لومړیو کې د سویس ملي بانک هم هڅه وکړله چې د سویس کریدیت دغه لوی بانک د دیوالیه کیدو څخه وژغوري. او ۴۴.۵ میلیونه پاونډه بېړنۍ مرسته یې وکړله. خو د سویس کریدیت بانک د مالي کړکیچ پراخیدو له امله یې کومه پایله ورنکړله. د یادولو ده چې رسنیو ته د یاد خبر خپریدو وروسته د اروپا ونډو بازار کې هم اندېښنې زیاتې شوي. او ځینو اقصاد پوهانو وړاندوینه کړي. چې یاد مالي بحران به اروپا او امریکا کې یو شیمر نور مالي بنسټونه چې فساد او غبن سره وار له مخکې مخ دي، له پښو وغورځوي.