د داعش ډلې اړوند اعماق په نوم مطبوعاتي څانګې په تیلګرام کې د خپلې تازه نشريې په ترڅ کې منلي چې تېره ماذیګر يې یو غړي پلازمېنې کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخته برید ترسره کړی. او لسګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولي. که څه هم د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ویلي چې یاده چاودنه کې یوازې پنځه کسان وژل شوي خو بهرنیو رسنیو د یو شمېر طالب چارواکو له قولي لیکلي چې یاده چاودنه کې شل تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. یاد برید د امریکا بهرنیو چارو وزارت ، اروپايي ټولنې ، روسیې ، د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي ، د سولي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو نړیوالو مشرانو غندلی او خواخوږی يې څرګندې کړي.