د افغانستان اا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد نن بي بي سي پښتو سره خپلو خبرو کې ویلي چې، د افغانستان په امنیتي پېښو کې ککړ اکثر داعشیان پاکستانیان دي. نوموړي خپلو خبرو کې زیاته کړي چې، تېر کال يې امنیتي ځواکونو داسې ۱۸ داعشیان له منځه وړي او ۴۳ نور ژوندي نیولي چې پاکستاني هویت يې درلود. مجاهد خپلو خبرو کې ددوی پر حکومت د پاکستان ملکي او نظامي چارواکو هغو تورونو ته په اشارې چې افغان طالبانو د پاکستان ضد وسلوالو ته خپله خاور کې پناه ورکړي ویلي چې،” د پاکستان امنیتي چارواکي چې کله هم خپلو چارو کې ناکام شي ، نو بیا دا شان څرګندونو ته مخه کړي.” د یادولو ده چې د تېرې اونۍ راهیسې د پاکستان ملکي او نظامي چارواکو یو ځل بیا د افغان طالبانو پر حکومت د تورونو لګولو لړۍ ګړندی کړي. چې تازه يې د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منیر خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د تېرې اونۍ باجوړ پېښه کې ککړ کسانو سره د افغانستان له خاورې مرسته شوي.