په مسکو کې د افغانستان په اړه پنځمه ناسته چې د روسیې ، ایران ، هندوستان ، چین او منځنۍ اسیا هېوادونو د ملي امنیت شورا سلاکارانو ګډون کړی وو. د روسیې سلاکار نیکولای پاتروشف اندیښنه ښکاره کړله چې افغانستان کې د نړیوالو څخه پاتې شوني پرمختللي وسلې شاید تور بازار ته لار پيدا کړي. او امکان لري چې د ترهګرو لاسونو ته هم ولویږي. د یادولو ده چې که څه هم یاده ناسته کې طالبانو د ګډون غوښتنه کړي وه خو دې روسیې لخوا ورته بلنه ورنکړله شوه.