روسیې د دوحې تړون ها خوا افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کیدل د دوحې تړون نقض کول وبلل
روسیه وايي چې سپتامبر میاشت کې د افغانستان نه د امریکايي سرتیرو بهر کیدل د دوحې هوکړې ښکاره نقض کیدل دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سپتمبر میاشت کې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو ویستلو په اړه باندې د واشنکټن کړنلاره کولای شي د جګړې زیاتوالي لامل شي او د سولې خبرې به هم له ګواښ سره مخ شي.
د دوحې هوکړې په بنسټ د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په بنسټ باید ټول بهرني ځواکونه د مې میاشت لومړۍ نیټې پورې د افغانستان څخه باید بهر شي.
خو د امریکا ولسمشر بیا تیره شپه وویل چې د امریکا ځواکونه به د مې میاشتې لومړۍ نيټې تر سپتامبر میاشت پورې افغانستان څخه بهر شي