په افغانستان کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ، ایران اوس مهال د القاعده ترهګرې ډلې په اصلي مرکز بدل شوی دی.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري مرکه کې وویل: “اوس د القاعدې مشر په ایران کې دی او داسې ښکاري چې د القاعدې پلازمېنه له افغانستان څخه ایران ته لېږدول شوې ده.”
خلیلزاد زیاته کړه” موږ تل ډاډه وو چې د القاعدې مشران په ایران کې دي او کله چې زه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وم، له ایراني چارواکو سره مې د دغې تروریستي ډلې د مشرانو په اړه خبرې کړې وې. دوی له متحده ایالاتو څخه د یوې معاملې غوښتنه کړې وه.”
بلخوا ته د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د کمېټې په راپور کې راغلي چې په کابل کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته “سیف العدل” د القاعدې مشري په غاړه واخیسته او دا مهال په ایران کې ژوند کوي.
تر دې مخکې زلمي خلیلزاد په ایران کې د القاعدې د نوي مشر سیف العدل د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د کمیټې د راپور په غبرګون کې ویلي وو “د دې احتمال شته چې القاعده د ایران انقلابي ګارډ قدس ځواکونو سره دې موافقې ته رسیدلي وي. چې القاعدې ډلې ته د ایران د پناه او ملاتړ په بدل کې به یاده ډله په بهر کې د [ایراني] رژیم مخالفین وژني.