د امریکا پخواني دیپلومات زلمي خلیلزاد په خپل تازه بیان کې، د عیني شاهدانو معلوماتو پر بنسټ ادعا کړي چې د نومبر په ۲۵مه نېټه په اسلاماباد کې د تحریک انصاف د مظاهرهچیانو پر ضد د پاکستان امنیتي ځواکونو ډزو کې شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي په خپل بیان کې د پاکستان دننه بشري حقونو ډلو او نړیوالو سازمانونو ته غږ کړی چې د دې پېښې د رڼو پلټنو لپاره خپل غږ پورته کړي. خلیلزاد ټینګار کړی چې باید د دې پېښې په اړه کره معلومات راټول شي ترڅو معلومه شي چې په دغه برید کې څومره کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادولو وړ ده چې که څه هم د پاکستان امنیتي ځواکونه د دې پېښې په اړه د دومره زیات شمېر کسانو وژل کېدل ردوي، خو له برید وړاندې د پاکستان لوړ پوړو امنیتي چارواکو له خوا د عمران خان د پلویانو پر ضد د احتمالي اقداماتو ګواښونه شوي وو.