د امریکا پخواني دیپلومات او د جمهوري پاله ګوند غړي زلمي خلیلزاد نن پر ټویټر خپل تازه بیان کې ویلي چې د پاکستان سیاسي حالاتو څخه داسې ښکاري چې د پاکستان واکمن پارلماني ایتلاف به په يوه خوله د پاکستان سترې محکمې څخه په ټاکنو کې د عمران خان برخه اخیستو مخنیوي غوښتنه وکړي. نوموړي زیاته کړي چې داسې ښکاري چې د پاکستان واکمن ایتلاف هڅه کې دی چې عمران خان د ملک لومړۍ درجه دوښمن معرفي کړي. او پدې ډول سره ټاکنو کې د عمران خان مخنیوی وکړي. خلیلزاد وړاندې کاږلي کې چېرې واکمن اېتلاف دغه عمل ترسره کړ نو پاکستان کې به د وار له مخې خراب سیاسي، امنیتي او مالي بحرانونه نور هم ژور شي. نوموړي د خپل بیان په ترڅ کې د پاکستان پر عدالت هم غږ کړی چې که د پاکستان واکمن اېتلاف د خپل دغه ناوړه سیاست څخه په شاه نشول نو محکمه یې باید غوښتنې ته غوږ و نه نیسي. د یادولو ده چې زلمي خلیلزاد اونۍ د مخه هم د پاکستان په اړه د مشورو ډک بیان ورکړی وو. خو هغه وخت د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد بیان پسخند بللی وو او په ځواب کې یې خلیلزاد ته ویلي وو چې پاکستان د هیچا څخه ناغوښتل شویو سلا او مشورو ته اړتیا نلري. ځکه چې پاکستان کولای شي چې څنګه سختو حالاتو څخه ځان وباسي.