د افغان سولې لپآره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سیمه کې د افغان سولې لپاره یو ځل بیا خپلې هڅې داسې مهال ګړندی کړي چې افغانستان کې تاوتریخوالي زور اخیستی
د امریکا افغان سولې پروسې سفیر زلمی خلیلزاد چې تازه سیمې ته د افغان سولې هڅو ګړندی کولو په موخه په سفرونو بوخت دی، د تاشکند او کابل سفر وروسته د جمعې په ورځ جرمني ته ورسیدو او هلته يې د امریکا نړیوالو متحدینو سره ( اروپايي ټولنې، جرمني، فرانسې، ناټو، ایټالیا، ناروې او بریتانیا) تازه ناسته کې پر افغان سولې بحثونه او خبرې وکړلې. او دې یاد ناستې وروسته يې په خپل تازه بیان کې پر ټویټر خپور شوی، وویل، که چیري طالبان سوله غوره نه کړي د رامنځته شوي اجماع په اساس به موږ په راتلوونکي د هغه افغانانو ترڅنګ ودریږو چې د جمهوریت د ساتنې لپاره هڅې کوي، د جمهوري ریاست سیاسي یووالي اړین دی. ښاغلي خلیلزاد خپل بیان کې دا هم ویلي چې اوس مهال په نړیواله کچه د افغان کشالي پر سیاسي حل تفاهم رامنځته شوی. او دا تفاهم د افغان کشالې حل لپاره د هر ډول زور زیاتي کارول ردوي. نو اوس د ټولو اړخونو افغان مشرانو ته پکار ده چې له دغې موقعې ګټه واخلي ، او دې یو سیاسي جوړ جاړي دې لارې افغانستان کې څلویښت کلنې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کیږدي. نو کله چې افغانستان کې سوله رامنځته شي، نړیواله ټولنه به خپلې همکاریو ته دې نوي فصل په داخلیدو سره دوام ورکړي