د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په خپلو تازه څرګندونو کې له نړیوالو د روسیې د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړي. هغه د ایلیزه ماڼۍ کې د فرانسې له ولسمشر مکرون او د امریکا له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې وروسته په یوه بیان کې وویل چې “اوکراین د عادلانه او ځواکمنې سولې غوښتونکی دی، هغه سوله چې روسیه یې په راتلونکي کې د ړنګولو وس ونلري.
زیلینسکي ټینګار وکړ چې روسیه نه یوازې د اوکراین پر وړاندې جګړه کوي بلکې هڅه کوي په ګورجستان، مولداویا، سوریه او حتی په افریقا کې بېثباتي رامنځته کړي.
د هغه په وینا، د روسیې تلفات تر دې دمه ۷۵۰ زرو کسانو ته رسېدلي دي، چې پکې ۱۹۸ زره وژل شوي او ۵۵۰ زره ژوبل شامل دي. په ورته وخت کې زیلینسکي وویل چې اوکراین ۴۳ زره سرتیري له لاسه ورکړي، خو د پرمختللي طبي خدماتو له امله، ټپي سرتیري په لوړه کچه بیا سنګرونو ته ستنیږي.
ولسمشر زیلینسکي د روسیې په بند کې د زرګونو نظامي او ملکي بندیانو یادونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د هغوی د ازادۍ لپاره به مبارزه جاري ساتي. هغه همدارنګه د هغو اوکرایني ماشومانو په اړه اندېښنه څرګنده کړه چې روسیې تښتولي دي او شمېر یې په سلګونو زرو ته رسېږي.
زیلینسکي زیاته کړه: “پوتین د جګړو په ناروغۍ اخته دی. هغه یوازې د نړۍ ځواک په وسیله درول کېدای شي. موږ د امریکا او ټولې نړۍ له یووالي تمه لرو چې د روسیې د یرغل مخه ونیسي.”
هغه په پای کې وویل چې جګړه باید پای ته ورسېږي، خو سوله باید تلپاتې او باوري وي، ځکه چې اوربند پرته له ضمانتونو یوازې د یوې نوې جګړې پیل کېدای شي.