له قطره یوې طالب سرچینې هېواد پریس ته دې نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې « د طالبانو امیر المؤمنین ملا هبةالله اخوند ژوندی نه دی. نو ځکه خو تېر ځل د امیر المؤ منین په نوم کس کابل ته د طالبانو لخوا رابلل شوي جرګې ته شاه او وینا وکړله». سرچینې زیاته کړله هر څومره يې چې د لوړو پوړو طالب چارواکو څخه د امیرالمؤمنین لیدلو په هکله پوښتنه کړي . یوه يې هم ندي ویلي چې دوی يې مخ لیدلی. سرچینې همدا راز د طالبانو حکومت دننه د نجونو زده کړو مخالیفینو په اړه هم وویل چې «رئیس الوزار ملا محمد حسن اخوند او مرستیال يې ملا برادر اخوند دواړه د نجونو زده کړو سرسخته مخالفین دي». د سرچینې په وینا «کله چې ملا برادر د قطر دفتر رئیس وټاکل شولو. نو سم له واره يې هغه کسان څنډې ته کړل چې مکتب یا پوهنتون يې لوستلی وو. رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند هم د نجونو زده کړو سرسخته مخالف دی.ځکه یې ترننه د نجونو زده کړو په اړه یوه مثبته خبره هم رسنیو ته نده راوتلي». د یادولو ده چې کابل باندې طالبانو واکمنیدو راهیسې د طالبانو امیر المؤمنین تر اوسه رسنیو ته خپل مخ ندی ښودلی. که څه هم رسنیو په وار وار دا پوښتنه د طالبانو ویاند ته مخې ته ایښودلي. خو هغوی یوازې دومره ویلي چې د امنیتي دلایلو له امله تر اوسه د خپل امیر مخ خلکو ته نشي ښکاره کولای.