د سعودي خبري اژانس خبر ورکړی چې ریاض به د لومړي ځل لپاره سږکال دوهمه ربع کې د فضایي هڅو په برخه کې د ریانه برناوي په نوم خپله لومړنۍ ښځینه فضانورده دې نارینه فضانورد علي القرني سره یو ځای د نړۍ فضایي مرکز ته واستوي.
د سعودي خبري اژانس ویلي چې “د دې ګام موخه د بشري خدماتو او د فضا صنعت لخوا وړاندیز شوي ژمنو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د انساني فضایي الوتنو برخه کې د سعودي ظرفیتونو پیاوړي کول دي.”
د ریاض یاده فضایي الوتنه چې د امریکا متحده ایالاتو فضایي مرکز څخه تنظیم شوي. دې دوو نورو سعودي فضانوردانو علي الغامدي او مریم فردوس روزنه هم شامله ده.