د راپورونو له مخې، دغه نښتې په تېرو درېیو ورځو کې د ادلب او حلب ولایتونو په بیلابیلو سیمو کې شوې دي. ویل کېږي چې په دې نښتو کې د تحریر الشام ډلې شاوخوا ۲۰۰ جنګیالي او د بشار الاسد ځواکونو لږ تر لږه ۶۱ سرتیري وژل شوي دي.
په خواله رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو ښکاري. چې د تحریر الشام وسلوالو په دې جګړو کې د پام وړ پرمختګ کړی او د ادلب ښار دننه یې ځینې سیمې نیولي دي. له بلې خوا، د بشار الاسد ځواکونو د شا تګ سره سم د روسیې په ملاتړ هوایي بریدونه ډېر کړي، چې ویل کېږي په دې بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.
د دغو جګړو په ترڅ کې، د سوریې ولسمشر بشار الاسد د روسیې بېړنی سفر کړی او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې کتلي دي. که څه هم د دې لیدنې په اړه نور جزیات لا څرګند شوي نه دي، خو څارونکي باور لري چې د جګړو د روان وضعیت او په سیمه کې د پرمختګونو په تړاو به خبرې شوې وي.
دغه نښتې د سوریې کړکېچ نوي پړاو ته اړولي او سیمهییز او نړیوال لوري یې لا هم اندېښمن کړي دي.