نن د سویډن په سټاکهولم ښار کې د سوریې ګڼو اوسېدونکو د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د نسکورېدو په خوشحالۍ کې سړکونو ته راووتل او لاریون یې وکړ. ګډونوالو د اسد د واک له پای ته رسېدو سره خپل ملاتړ څرګند کړ او د نوي بدلون غوښتنه یې وکړه. د دې لاریون پر مهال ګڼو کسانو د سوریې ملي بیرغونه پورته کړي وو او د ازادۍ نعرې یې وهلې.
د سټاکهولم په لاریون کې ګډونوالو وویل چې دا ورځ د سوریې د خلکو لپاره د امید یوه نښه ده، چې کلونه د ظلم او جګړې تر سیوري لاندې پاتې شوي دي.