شاه محمود قریشي : د پسیو نړیوال صندوق (IMF) د قرضې بدل کې د پاکستان څخه د اتومي وسلو اخیستلو غوښتنه کړي!
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي د پاکستان ماليي وزیر اسحاق ډار څخه د سنا استماعیه غونډې په ترڅ کې غوښتي چې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) هغه غوښتنې په اړه وضاحت ورکړي چې د پاکستان څخه د نورو قرضو په بدل کې د اتومي وسلو اخیستلو غوښتنه شوي ده. د سنا دغه استماعیه غونډې وروسته شاه محمود قریشي په یوه خبري کنفرانس کې هم د واکمن حکومت لومړي وزیر شهباز شریف په دفتر غږ وکړ چې د پاکستان اتومي وسلو په تړاو د پیسو نړیوال صندوق غوښتنې په اړه پاکستاني ولس ته وضاحت ورکړي. د شاه محمود قریشي له خبرو وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهره بلوچ خپل اونییز خبري کنفرانس کې په ترڅ کې وویل چې “د کله چې د پاکستان اتومي وسلو په اړه خبرې د هیچا سره اجنډا کې وي نو بیا ولې د پاکستان مالیې وزیر یې په اړه وضاحت ورکړي.” د یادولو ده چې تېره فیبروری میاشتې په اولسمه د نړیوال اټومي اژانس یو پلاوي داسې مهال د پاکستان سفر په ترڅ کې د پاکستان اتومي وسلو له مرکز څخه لیدنه او خبرې اترې کړي وې. چې د پاکستان حکومت د پیسو نړیوال صندوق سره د نورو قرضو په اړه خبرې اترې روانې وې.